1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: د لويي لاري د نړیدو په پيښه کي ۱۹ کسان مړه سوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

د چین په جنوبي ولایت ګوانګ دونګ کې د لویې لار د یوې برخې د نړیدو په پيښه کي ۱۹ کسان مړه سوي دي. د چین د دولتي رسنیو په حواله د پیښې له امله په لسونو نور کسان روغتون ته انتقال سوي دي.

https://p.dw.com/p/4fNwF
China Beijing Smog über Schnellstrasse
انځور: picture-alliance/dpa

د چین په جنوب کي له ورځو راهیسي سخت بارانونه کیږي. اوس د سړک د ښویېدو یوه ناوړه پیښه رامنځته سوه چي ډېر کسان پکښي مړه سوي دي. د چیندولتي تلويزيون CCTV رپوټ ورکړی دی چي د چهارشنبې په سهار د دغې پیښې له امله ۳۰ کسان د درملنې له پاره روغتون ته هم انتقال سوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کي خپاره سوو تصویرونو کي یوه لویه لار لیدله کیږي چي د یوې لوړې او ژورې په اوږدو کي موقعیت لري.

په انځورونو کی دا هم لیدل کیږي چي د دغې لويي لاري یوه برخه نړیدلې او له لويي لاري جلا سوې ده. سربیره پردې داسي ویجاړ سوي موټر هم لیدل کيږي چي ښايي له سړک څخه لاندي لوېدلي وي. په دغه سیمه کي له ورځو راهیسي سخت بارانونه کیږي.

د CCTV په حواله د سړک نړېدلې برخه شاوخوا ۱۸ متره اوږده وه او شاوخوا ۱۸۴ مربع متره مساحت یې درلود. تر پېښې وروسته شاوخوا ۵۰۰ پولیس، اطفائیه او نور چارواکي د ژغورنې په کارونو بوخت ول. اوس د پېښې د علت په هکله څېړنې روانې دي.

GP/NZ/AG