1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قوش‌تپې کریکټ ملي جام په کابل کې پیل شو

امید دیدار
۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

د افغانستان کریکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د می میاشتې لومړۍ نېټه) په کابل کې د کریکټ د یوې لویې سیالۍ «قوش تپه ملي شل اوریز جام» د پېلیدو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4fNvF
د افغانستان کریکټ بورډ
د افغانستان کریکټ بورډانځور: ACB Media

د افغانستان کریکټ  بورډ پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې دغه سیالۍ د مۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۱۳ نېټې به دوام وکړي او د پای لوبې په ګډون به پکې ۲۱ لوبې ترسره شي. د دغې جام لومړۍ لوبه د چهارشنبې پر ورځ د بند امیر او بست لوبډلو تر منځ پیل شوې.

ویل شوي، په دغو سیالیو کې پنځه لوبډلې لوبېږي، چې د افغانستان د ملي او الف لوبډلو پر لوبغاړو سربېره پکې د بېلابېلو ولایتونو لوبغاړي اخستل شوي دي.

د افغان کریکټ بورډ چارواکيو دا هم ویلي، چې قوش تېپه ملي شل اوریزېسیالۍ  د کریکټ راروان شل اوریز جام ته د افغان لوبغاړو د چمتووالي په برخه کې هم مهم دی.

همدې حال کې د افغانستان کریکټ بورډ د کریکټ سږني شل اوریز نړیوال جام له پاره د راشد خان په مشرۍ تیره ورځ شپاړس کسیزه لوبډله هم اعلان کړې ده.

افغانستان  د کریکټ په ‌ډګر کې په وروستیو وختونو کې ډیرې لاس ته راوړنې لرلي دي خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو  تر رسیدو وروسته په دغه لوبو کې د ښځو او نجونو په ګډون بندیز لګول شوی دی.

«ای پي ایل او قوشتېپې جام سیالي نړیوال جام ته امادګي ده»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل