1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش په هرات کې پر مسجد د حملې مسئولیت منلی

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

داعش په هرات ولایت کې د شیعه ګانو پر یو مسجد د وسله والې حملې مسئولیت منلی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تېره ورځ وويل چې په دغه حمله کې شپږ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4fOSB
د ا ۲۰۲۴م کال د اپریل میاشتې په ۳۰مه شپه، د هرات په ګذره ولسوالۍ کې پر یو مسجد وسله والو کسانو حمله کې لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شول
د ا ۲۰۲۴م کال د اپریل میاشتې په ۳۰مه شپه، د هرات په ګذره ولسوالۍ کې پر یو مسجد وسله والو کسانو حمله کې لږ تر لږه ۶ کسان ووژل شولانځور: Mohsen Karimi/AFP/Getty Images

داعش د سه شنبې په ورځ (د اپریل ۳۰مه) ناوخته د دوشنبې او سه شنبې ترمنځ شپه کې د هرات په ګذره ولسوالۍ کې پر يو مسجد د شوې وسله والې حملې مسئولیت ومانه. د داعش سیمه ايزې شاخې ويلي دي چې د دوی يو شمېر وسله والو له ماشیندارو سره پر مسجد حمله کړې، هغه ادعا چې د طالب چارواکو له هغې سره په تناقض کې ده.

تر دې مخکې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند ويلي وو چې یو ناپېژاندي وسله وال پر مسجد حمله کړې چې پکې شپږ ملکیان وژل شوي او یو بل ټپی دی.

د فرانسې خبري آژانس د ځايي خلکو له قوله وايي په وژل شوو کسانو کې د مسجد امام او یو درې کلن هلک شامل دي. دوی وايي دغه مسجد شیعه ګانو پورې تړاو لري چې د هرات مرکز ته څېرمه جنوب لور ته پروت دی.

رپوټ کې د ځايي خلکو له خولې وېل شوي چې حمله کوونکي درې کسان ول.

په دغه حمله کې د وژل شوي امام ورور، ۶۰ کلن ابراهیم اخلاقي، وويل چې یو وسله وال له مسجده بهر ولاړ او دوه نور ېې مسجد ته دننه شول او پر لمونځ کونکو ېې ډزې وکړې.

تر دې مخکې هم په افغانستان کې پر شیعه ګانو باندې د ورته ډېرو بریدونو مسئولیت داعش ډلې منلی دی. د داعش ډلي خراسان څانګه اوس په افغانستان کې د تر ټولو ستر امنيتي ګواښ په توګه ګڼل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اميرخان متقي ويلي وو چې داعش په افغانستان کې رېښې نه لري.

(AFP)mks/bs