1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا:پوليسو فلسطين پلوه مظاهرچيان له کولمبيا پوهنتونه شړلي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۲, چهارشنبه

په نيويارک کي د کولمبيا پوهنتون چارواکو په حواله، پوليس دغه پوهنتون ته ننوتلي او فلسطينيانو پلوه مظاهره کوونکي يې شړلي دي. دغو کسانو ۱۲ ساعته يوه ودانۍ قبضه کړې وه.

https://p.dw.com/p/4fNzI
د کولمبيا پوهنتون مخې ته پولیس د مظاهره کوونکو د شړلو په موخه راټول شوي
د کولمبيا پوهنتون مخې ته پولیس د مظاهره کوونکو د شړلو په موخه راټول شويانځور: Caitlin Ochs/REUTERS

د اسوشېتيد پريس خبري آژانس د رپوټ په حواله پوليسو د سه شنبې په ورځ دامريکا متحده ایالاتود کولمبيا پوهنتون له داخل هملتن هال څخه د ۳۰ او ۴۰ ترمنځ مظاهره کوونکي وشړل.

مظاهره کوونکو چې د سه شنبې په ورځ یې د پوهنتون دغه ودانۍ نيولې وه، ودانۍ ته د داخليدو مخه یې نيولې وه او دروازې یې تړلې وې.

پوليسو څو کسان نيولي دي. د نيول شويو لاسونه په پلاستکي پټيو تړل شوي او سروس موټرو ته بدرګه شوي دي.

«د پوليسو مداخله د مظاهره کوونکو اقداماتو ته غبرګون وو»

د کولمبيا پوهنتون يوه وياند په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې «NYPD» يا د نيويارک پوليسو ادارې ته د مراجعې کولو پريکړه د مظاهره کوونکو د اقداماتو په مقابل کې غبرګون وو، نه د هغه بيانیې يا داعیې پر وړاندې چې دوی یې په حق کې مظاهرې کوي.»

په اعلاميه کې راغلي: «کله چې موږ د شپې خبر شوو چې د پوهنتون هلمتن هال نيول شوی، ګډوډي پکې شوې او دروازې یې تړل شوي، نو موږ بل انتخاب نه درلود.»

په دې اعلاميه کې راغلي: «موږ په دې باور يوو چې هغه ډله چې په زور ودانۍ ته داخله شوې او هغه یې نيولې وه، داسې کسانو یې مشري کوله چې له پوهنتون سره اړيکه نه لري.»

په نيويارک کې د کولمبيا پوهنتون مشر د دغه د پوليسو ادارې ته په خپل ليک کې غوښتنه کړې ده چې پوليس بايد د می مياشتي تر ۱۷ نېټې پورې هلته پاتي شي «څو ډاډ ترلاسه شي چې بيرته دغه ډول اعتراضي کمپونه جوړ نه شي.»

کولمبيا پوهنتون ته د پوليسو داخليدل

د نيويارک پوليسو ادارې ويلي دي چې د پوليسو ځانګړي قطعات د سيمې پر وخت سه شنبه د شپې د يوې درنې بار وړونکې لارۍ او زينې په کارولو سره هغي ودانۍ ته داخل شول چې د فلسطينيانو پلوه مظاهره کوونکو نيولې وه.

پوليسو يو شمير مظاهره کوونکي په موقتي توګه ونيول. په انځورونو کې ليدل کيږي چې هغه پوليس چې په وسپنیزو خوليو او د ځان د دفاع په موخه په نورو توکو سمبال ول، په منهېتن سيمه کې د پوهنتون دروازې مخې ته راټول شوي ول.

ځيني مظاهره کوونکو ځانونه هملتن هال ته چې د پوهنتون له اصلي ودانيو څخه يوه ده، رسولي ول او د سه شنبې په ورځ یې هغه دولس ساعته قبضه کړې وه.

د دوشنبې په ماسپښين له مظاهره کوونکو څخه غوښتل شوي ول چې خپل اعتراضي کمپ منحل کړي.

د پوهنتون د عامه اړيکو مرستيال مشر بن چانګ، د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ويلي ول: «موږ دا خبره پرون هم واضح کړې وه چې د پوهنتون چارې په دومداره توګه د هغو مظاهره کوونکو له خوا چې له مقرراتو څخه سرغړونه کوي، نه شي اخلال کیدلای.»

د کولمبيا پوهنتون د فلسطينيانو پلوه مظاهرو اصلي مرکز دی او محصلينو د رای اچونې په ترڅ کې پريکړه کړې وه چې د مظاهرو د ختمولو حکم به نه مني او احتجاج ته به دوام ورکوي.

د کولمبيا پوهنتون ودانۍ ته تر داخليدو مخکې د نيويارک د پوليسو ادارې د ياد پوهنتون له لوري هلته د اقدام اجازه ترلاسه کړې وه.

پوليسو د اپريل میاشتې پر ۱۸ نېټه هم له پوهنتون څخه مظاهره کوونکي شړلي ول او تر سلو ډېر کسان یې نيول ول.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AP, AFP)